امنیت

په يمن کې په نويو نښتو کې څه دپاسه سل تنه ووژل شول.

صنعا فرانسپرس باختر دسلواغې دمياشتې ١
ديمن په شمال کې په  وروستيو دوو  ورځو کې د (( الحوثي ))  دشيعه ياغي  ډلې او دحاشد دقبيلي ترمنځ نښته کې څه  ناڅه  دوه ويشت  تنه  ووژل شول .
باختر آژانس دفرانسپرس دخبري آژانس له  خولې خبر راکړ  :
سره  له دې  چې د روان کال د مرغومې دمياشتې په لومړيو وختو کې ددغه هيواد دمقاماتو په منځګړيتوب په  شخړه کې دښکيلو لورو ترمنځ د اوربند موافقه ليک لاسليک شوى و ، تيره  اوونۍ په  عمران ولايت کې نښته له سره پيل  شوه.
يوه اړونده  خبرځاى وويل  :  په وروستيو دوو ورځو کې سختې نښتې دوام لري     چې له امله يې د حاشد دقبيلې کسانو او د الحوثي ياغيانو دسرزيان زغملى دى.
ديمن په شمال کې اوسنۍ نښتې دهيواد کورنۍ امنيت له بحران سره يوځاى دي چې له څه ناڅه دوو کلونو راپه  دې خوا په دغه هيواد کې   شتون   لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته