امنیت

تبصره

کابل باختر  دثور  دولسمه :
دهغو مجرمينو په وړاندې دعدالت تحقق چې دناوړو اوبدو عملونو په ترسره کولو سره يې زموږ دهېوادوالو وينې توې کړې او په هېواد کې ټوليز مصوونيت يې زيانمن کړ . يو شرعي کار او ددولتي چارواکو مدني مکلفيت دى چې بايد عملي اړخ ځانته غوره کړي .
دباختراژانس مبصر ليکي ، دهغو مجرمينو او جنايتکارانو ددوسيو څيړنه چې دځانمرګي  بريد ، انسان تښتونې ، وژنې او دنشه يي توکو دقاچاقو په ګډون دناوړو او بدو عملونو په ترسره کولو سره زموږ دبې ګناه هېوادوالو دمرګ ژوبلې سبب شوي دي او په هېواد کې ټوليز او فردي مصوونيت يې تر پوښتنې لاندې نيولى دى ، يوشرعي کار او زموږ ددولتي چارواکو يو مدني مکلفيت  دى او دخلکو غوښتنه داده چې دغه شان جنايتکاران  بايد په ډير لنډ ممکن وخت کې دخپلو ناوړو عملونو سزا وويني .
دجنايتکارانو په برخه کې دعدالت په اجرا کولو دخلکو ټينګار له هغه وروسته زور واخيست چې وسله والو  طالبانو دروان کال دوري دمياشتې په يو ديرشمه نيټه په کابل ښار کې ديوه تروريستي بريد په ترسره کولو سره زموږ يو زيات شمير هېوادوال شهيدان او يوشمير نور يې هم ټپيان کړل .
هغه څه چې دروان کال دوري دمياشتې په يو ديرشمه نيټه په کابل ښارکې ترسره شول دهغو جنايتونوتکرار دى چې دوسله والو طالبانو په ډلې پورې اړوندو تروريستي ډلو دهېواد په  ځينو نورو سيمو کې ترسره کړي دي سره له دې چې امنيتي ځواکونو ددغه شان جنايتونو يو زيات شمير عاملين نيولي او عدلي بنسټنو او قضايي دستګاه يې ته سپارلي دي خو دهغوى  ددوسيو دڅيړنې  بهير اوږدمهال و، او په ځينو حالاتو کې هم په مصلحت سره چلند شوى دى او که چيرې حکم هم  صادر شوى دى، دخپل تحقق لاره يې نه ده پيداکړې چې داکار له يوې خوا دهېوادوالو دساتنې په کار کې ددولت په نسبت دخلکو دبې باورۍ سبب شوى دى او له بله پلوه دامنيتي او کشفي ځواکونوله خوا برۍ سبب هم شوى دى ځکه هغوى د خطر په منلو اودزياتو ستونزو په ګاللو سره جنايتکاران نيسي او دعدالت منګولو ته يې سپاري خو دغه جنايتکاران هماغه شان دخپلو عملونو دسزا له ترلاسه کولو پرته په مزو چړچو  کې ژوند کوي .
په کابل کې وروستۍ پيښې دنظام دمسوولينو دصبر کاسه ډکه کړې ده او داکار جدي شوى دى چې تروريستي ډلې  بايد دخپلو عملونوسزا وويني لکه څنګه چې جمهور رييس غني دملي شورا ددواړو مجلسونو په فوق العاده  غونډه کې په خپلې وينا کې ډانګ پييلى  ډول  وويل  ( بې موجبه دقضايي معافيت  وخت پاى ته رسيدلى دى  او دتروريستانو داعدام دحکم په ګډون دمحکمو پريکړې عملي کيږي) .
دهېواد دمشرتابه دغه حرکت او تصميم هغو خلکو ته چې کلونه کلونه دطالبانو دجنايتونو شاهدان وو خو دهغوى په باره کې د عدالت حکم کم عملي شو، نوى هيلې راوټوکولې چې  نور له تروريستانو ، هغو کسانو سره به چې په وژنې او جنايت لاس پورې کوي په ترور ، ځان وژنې او چاودنې ، وژنې او انسان تښتونې سره دښځو، ماشومانو او دعام خلکو دوينې تويولو سبب کيږي .
مراعات ونه شي او تروريستان به دخپلو عملونو ځواب ترلاسه کړي . اوس داسې خبرونه ترلاسه شوي دي دهغو مجرمينو او جنايتکارانو لست چې زړه بوږ نوونکي جنايتونه يې کړي دي او دمحکمو له حکم سره سم په اعدام محکوم دي.
دجمهور رييس په  ميز پروت دى او دجمهوررييس دوياند مرستيال  شاه حسين مرتضوي ويلي دي (جمهور رييس دهغې ژمنې له مخې چې کړې يې ده ددغو کسانو داعدام حکم به تاييد کړي) .
دغه مسئله اوس په ډاګه  شوې ده چې دولت په دې کار ژمن دى چې له جنايتکارانو سره له زغم څخه کار اخستل په حقيقت کې دشهيدانو له وينې او له هغو هېوادوالو سره جفا ده چې له کوم  دليل پرته په تروريستي عملونو کې ووژل شول . 
خلک  ددغه حرکت هرکلى کوي او دغه مسئله هغو سازمانونو ته چې ځان دبشري ګټو ساتندوي اويا دبشر دحقوقو مدافع بولي په ډاګه کوي چې  له واقعيتونو سره په واقعبينانه  ډول چلند وکړي او بايد په راتلوونکي کې دمحکمو د حکم داجرا کولوپه برخه کې ددولت دکړنو په نسبت انتقادي چلندونه لري او په هغو جنايتکارانو داعدام دحکم اجرا کول چې دنورو انسانانو ژوند يې پاى ته ورساوه ،په ورانکارو عملونولاس پورې کړ او دهېوادوالو ټوليز مصوونيت  يې له چلنج  سره مخامخ کړ او اوس هم ددغه شان ناوړو عملونو په ترسره کولو ټينګار کوي او دتروريستي  بريدونو په مسووليت  منني  سره ، دافغانانو دوينې په تويولو وياړي بايد په خاص نظر سره ونه څيړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته