اقتصاد

د هلمندولايت ترګرشک ولسوالۍ پورې دچاه انجيرسړک دجوړولو قرارداد لاسليک شو .

کابل باخترد تلي څوارلسمه :
دفوايد عامې وزير دهلمند ولايت تر ګرشک ولسوالۍ پورې دچاه انجير  سړک دجوړولو قرارداد د ګټوونکو شرکتونوله مسوولينو سره لاسليک کړ .
دغه سړک دڅه دپاسه يو ديرشو کيلومترو په اوږدوالي او دلسو  مترو په سور  جوړيږي .
ددغې پروژې لګښت  داسيا دپرمختيا  بانک له خوا تمويليږي او ددغې پروژې دڅارنې دنده دميتامک دونال نړيواله  مشورتي کمپنۍ په غاړه لري .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ، دفوايد عامې  وزير انجنير محمود بليغ ددوو کورنيو او بهرنيو خصوصي شرکتونو مسوولينوته په خطاب کې وويل: دواړه کمپنۍ  دې بايد له شرط پاڼې سره سم په ساحه کې وي او دپروژې په برخه کې دې خپلې ژمنې عملي کړي او پروژه  دې په ټاکلې وخت کې  چې څلورويشت مياشتې کيږي په لوړ کيفيت سره  اوله معيار سره سمه بشپړه کړي.
په دې غونډه کې  درووف عزيز شرکت رييس ژمنه وکړه چې په قرارداد کې ټول ليکل شوي موارد رعايتوي او پروژه په ټاکلي وخت کې بشپړوي . 
ديادونې وړ ده چې دغه سړک،سړک ته څيرمه دڅه دپاسه سلو  کورنيو ته او په نسبي ډول له دغه سړک څخه لرې دڅه ناڅه دوه سوه کليو خلکو ته اسانتيا برابروي .  دغه راز دچاه انجير  په ساختماني  توليدي دستګاه دلاسبري سبب  به شي چې پخوا په زرګونو تنه پکې کار کاوه .
دغه سړک دګرشک  ولسوالۍ  دکابل _ هرات له لويې لارې سره نښلوي چې په دې تګلوري کې دچاه انجير دسيمې  او د نورو سيمو ترمنځ مهم ارتباط تامينوي اوله امله به يې دپخوا په نسبت دچاه انجير دتوليدي ساختماني  دستګاه اهميت څو برابره زيات  شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته