ټولنه

دحج او اقافو وزارت خبرتيا:

کابل – باختر دوږې دمياشتې ٤
دحج او اقافو وزارت خبرتيا:
ټولو کابل ښاريانو او دولتي مقاماتو ته خبر ورکول کيږي چې دحاجيانو دچارو د تنظيم بهرله څه مودې راپه دې خوا دعيد ګاه په جامع جومات کې پيل شوى دى او اوس دتمثيلي کعبې  په درولو سره د حاجيانو عملي لوست دوام لري  او د حج دتنظيم او  روزنې پروګرامونه پيل شوي دي چې دپروګرام برخه وال  حاجيان ٢٤ ساعته دعيدګاه په جامع جومات کې دي .
له  همدې امله په درنښت سره غوښتنه کيږي چې د فاتحې اخستلو مراسم دې دکابل ښار په يو بل سترجومات کې پرځاى شي او دحج او اوقافو  وزارت دجوماتو او حسينورياستونه به په دې برخه کې لازمې همکارۍ وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته