سیاستخبرونهښوونه او روزنه

ترکیه په کابل کې د یتیمانو د ښوونې او روزنې لپاره یو کمپلیکس جوړوي

کابل، د زمري ۲۰ مه، باختر
د پوهنې سرپرست وزیر شیخ مولوي نورالله منیر د ترکیې د نړیوال خیریه بنسټ (I.H.H) له مرستیال ښاغلي یعوذ، د یاد بنسټ د دیپلوماسي څانګې مسئول ښاغلي عبدالله او د افغانستان لپاره د یاد بنسټ مسئول ښاغلي جنید سره وکتل .
په دې کتنه کې ښاغلي یعوذ لومړی د خپل بنسټ د فعالیتونو په هکله تفصیلي خبرې وکړې او ویې ویل، یاد بنسټ له دیرشو کلونو راهیسې د نړۍ په ۱۳۰ هیوادونو کې خیریه فعالیتونه ترسره کوي، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د یو تعلیمي کمپلیکس د جوړولو هوډ لري، چې د ځینو اداري مرحلو له بشپړېدلو وروسته به ورباندې عملا کار پيل شي.
په خبره یې، د هیواد له څلور زره ثبت شویو یتیمو ماشومانو سره هره میاشت ځانګړې مقدار مالي مرسته کوي او په نږدې راتلونکې کې به د ثبت شویو یتیمانو شمیر شل زرو ته ورسوي.
د نوموړي په وینا، یاد بنسټ په افغانستان کې د ښوونځیو دودانیو د جوړولوپه برخه کې هم ځانګړي پلانونه لري.
د پوهنې وزیر د هغوی د بشري او تعلیمي مرستو له امله یې ورڅخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې دپوهنې وزارت به د یاد بنسټ د ثبت او راجسټریشن د اداري مراحلو په بشپړولو او یاد بنسټ ته د هرډول اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې پوره هڅه او هاند کوي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا