امنیت

څليرويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل- باختر د ثور دمياشتې ١٥
امنيتي ځواکونو د هغو چاڼيزو عملياتو په بهيرکې چې په تيرو څليرويشتو ساعتو کې يې ترسره کړل؛ څليرويشت تنه وسله وال طالبان ووژل.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي باختر آژانس ته خبر ورکړ: دغه کسان د امنيتي ځواکونوله خواد، دکونړ، ننګرهار، تخار، قندهار، زابل،ميدان وردګو، پکتيکا، هرات، غور او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتو کې وژل شوي دي .
دغه راز ديارلس تنه وسله وال او طالبان ټپيان او پنځه تنه نور يې ونيول شول .
دغه راز دملي پوليسو د ځواکونو د لوګر او د نيمروز د ولايتونو په مربوطاتو د امنيتي ګزمو په بهيرکې نهه ماينونه کشف او شنډ کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته