
کابل، د وږي ۲۸مه، باختر
د عامې روغتیا وزارت د ترکیې هېواد له لوري له دغه وزارت سره د څه د پاسه ۲۰ ټنه درملو او بېلا بېلو طبي وسایلو د مرستې خبر ورکړ.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دغه ۲۱ تڼه مرسته کې درمل، د عملیات خونو استرېل ماشینونه، راډیوګرافۍ کسېټونه د اکسرې ماشینونو او د اکسیجن اړوند لومړني وسایل او نور بېلا بېل طبي توکي شامل دي.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې؛ یاده مرسته د عامې روغتیا وزارت د نړیوالو اړیکو د رئیس مولوي محمد داوود منصوري او نورو مسئولینو په شتون کې دې وزارت ته وسپارل وشوه.
د عامې روغتیا وزارت د نړیوالو اړیکو رئیس، مولوي محمد داوود منصوري د ترکیې هېواد له یادې مرستې مننه او قدردانی وکړه او په روغتیايي برخو کې يې د دواړو هېوادونو ترمنځ په ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.