امنیت

له پوځي سره په زور د دوو خويندو دنکاح په اړوند دوه تنه ونيول شول

کابل باختر ليندۍ دمياشتې ٢٦ :
دننګرهار پوليسو دوه تنه  په زور  له پوځي سره د دوو  خويندو دنکاح په              اړوند نيولي دي   خواصلي عامل تښتيدلى دى .
سيمه ييزمقامات وايي  دوى  دسيمه ييزو پوليسو ديو مامور په ګډون  چې په زوره  يې له دغو دوو  خويندو سره  نکاح کړې ده  ديوولسو تنو دنيولو لپاره هلې ځلې  دوام لري.
دننګرهار والي محمدګلاب منګل باخترآژانس ته وويل ؛  يوه ډله ځواکونه يې  ددغې پيښې دعاملينو دموندلو ،نيولو او قانون ته دهغو په سپارلو موظف کړي دي .
څه ناڅه  درې مياشتې مخکې په ننګرهار ولايت کې دسيمه ييزو پوليسو ديوه قوماندان سکرتر په زور له دوو  خويندو سره  په يوه شپه نکاح کړي وه .
ددغو نجونو  پلار  له  حکومت څخه دعدالت غوښتنه کوي.
محمدګلاب منګل  ژمنه کړې ده  چې ددغې پيښې اصلي عامل او نور عاملين  به ونيول شي او دقانون منګولو ته به وسپارل شي.
په ننګرهار ولايت کې دسيمه ييزو پوليسو ديوه قوماندان دسکرتر له خوا په يوه وخت  اوپه زور سره  د دوو خويندو دنکاح خبر  دخلکو ،روښانفکره اوسياسي کړيو ، مدني ټولنې  او دبشر د  حقوقو دمدافعانو تند غبرګونونه راوپارول.
له بله پلوه  اسلامي عالمانو دغه کار  داسلامي زده کړو  پرخلاف وبلل او ويې ويل  چې له شرعي پلوه  په يوه وخت  له دوو  خويندو سره نکاح  روا نه ده .
دوى وايي  په هغه صورت کې چې ديوه سړي ميرمن  مړه شي  هغه کولاى شي له خپلې خينې سره  ددواړو لورو په خوښۍ سره  نکاح وکړي.  خوله دوو  خويندو سره په يوه وخت کې  نکاح دشريعت پرخلاف کار دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته