سیاست

جمهوررییس غني د تاجکستان له جمهوررییس سره ټلیفوني خبرې وکړې

کابل / د سلواغې ٢۳ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د تاجکستان له جمهوررییس امام علي رحمان سره ټلیفوني خبرې وکړې.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې ټلیفوني مکالمه کې، د دواړو هېوادونو مشرانو د دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا، د افغانستان د سولې پروسې او د سیمه ییزو همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د تاجکستان جمهوررییس د سیمه ییز اتصال په اړه د افغانستان حکومت د لیدلوري او برنامو او د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې ملاتړ وکړ.
همدا راز د دواړو هېوادونو جمهورروییسانو د اقتصادي، سوداګریزو او سرحدي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ او د تاجکستان جمهوررییس، جمهوررییس غني ته د شانګهای همکاریو سازمان د تاسیس ۲۰ کالیزې په مراسمو کې چې ټاکل شوې په مارچ میاشت کې په تاجکستان کې ترسره شي، د ګډون بلنه ورکړه.# 
پای / ذ   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته