کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٧
افغان او نړيوال ځواکونو په تيرو څلورويشت ساعتوکې د چاڼيزو عملياتو په بهير کې لس تنه وسله وال طالبان ووژل .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته وويل :
دافغان او ايتلاف ځواکونو دغه چاڼيز عمليات دلغمان ، پروان ،قندهار ، زابل ، ميدان وردګو او دهلمند ولايتونو په مربوطاتو کې ترسره کړل چې له امله يې لس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او درې تنه يې ونيول شول .
په دغو عملياتو کې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي .
دغه راز امنيتي ځواکونو دلغمان او ننګرهار ولايتونو په مربوطاتو کې درې ماينونه چې دوسله والو مخالفينو له خوا ښخ کړاى شوي وو، کشف او شنډ کړل.
ديوبل خبرله مخې :
دکابل دامنيې قوماندانۍ پوليسو پرون څلور تنه دغلا او نشه يي توکو دليږدولو په تور دپنځمې ، اوومې او اتمې حوزو په مربوطاتو کې ونيول.
0 1 دقیقه لوستل