ټولنه

دکابل په نړيوال هوايي ډګرکې په يوه مسافر وړونکي الوتکه کې دتخنيکي ستونزې پيدا کيدل.

کابل –  باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٠
دکابل په نړيوال هوايي ډګر کې دترافيکو بهير نن له غرمې وورسته هغه وخت ګډوډ شو چې دصافي دهوايي شرکت يوه الوتکه دراښکته کيدو په وخت کې له تخنيکي ستونزو سره مخامخ شوه.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې : دصافي دهوايي شرکت يوه الوتکه چې له هرات څخه کابل ته يې سپرلۍ ليږدولې دراښکته کيدو په وخت کې په يوه ټايرکې يې نيمګرتيا پيدا شوه او د تاير په چاودنې سره دهوايي ډګر نوې کرښې ته هم زيان ورسيد.
له دغې پيښې وروسته دکورنيو او بهرنيو الوتنو په ګډون دالوتنې څو پروګرامونه له ځنډ سره مخامخ شول.
دترانسپورت او دملکي هوايي چلند وزارت يوه چارواکي وويل چې په دې پيښه کې دسرزيان او مالي تاوان نه دى اوښتى او درنوې دکرښې زيانمنه شوې ساحه به ډير ژر ترميم او دالوتکې الوتنې به بيا پيل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته