کابل باختر دزمري څوارلسمه :
د کابل د فوټبال د غوره ليګ سياليو پرون مازيګر د پنجشير د ځوانانو او د بيګ بير د ټيمونو په لوبې سره دوام وکړ.
د کابل د فوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي نن د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې لوبه کې د پنجشير د ځوانانو ټيم د دوو په وړاندې په دريو سره د بيګ بير ټيم ته ماتې ورکړه .
دغه سيالۍ د څوارلسو ټيمونو ترمنځ په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي او په دوام يې نن د سباوون او د سولې ټيمونه لوبه کوي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ