ټولنه

په جوزجان کې په سيلاونو کې ددوه سوه بند پاتې کورنيو دژغورنې لپاره هلې ځلې دوام لري .

کابل باختر دثور  ٢٩:
دجوزجان ولايت په فيض اباد ولسوالۍ کې په سيلاونو کې د ٢٠٠  بند پاتې کورنيو دژغورنې  په مقصد هلې ځلې پيل شوي دي .
دجوزجان دوالي مرستيال عبدالرحمن محمودي باختراژانس ته وويل چې دسيلاونو دراوتلو له امله د فيض اباد ولسوالۍ په مرکز کې داستوګنې په سلګونو کورونه ويجاړ شوي دي او  ٢٠٠ کورنى ددغې ولسوالۍ په خير اباد  کلي کې دسيلاو په کلابندۍ کې دي .
  يوه اړونده خبرځاى وويل مرستندويه  ځواکونه هلې ځلې کوي چې بند پاتې  شوې کورنۍ وژغوري .
پرون هم دښځو او ماشومانو په ګډون  ٥٠٠  کورنۍ د  ٢٠٩ شاهين قول اردودمنسو بينو په همکارى   دسيلاونو له خطر سره وژغورلې شوې .
محمودي   زياته کړه چې همدا اوس دغه کورنۍ په بدحالت  کې دي ځکه هغه مرستې چې دجوزجان ولايت دسيمه ئيزې  ادارې له خوا  دبيړنۍ مرستې  په توګه شوي دي کافي نه وي .
ددغو   طبيعي پيښو زيانمن شوي کسان دامنيتي ځواکونو دهمکارى په هرکلي  سره له مرکزي حکومت او له سيمه ئيزې ادارې څخه دزياتو بيړنيو مرستو غوښتنه کوي .
  ختم_ شکريه- اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته