
کابل، د غبرګولي ۲مه، باختر
د المپیک ملي کمېټې تمیم احمد اختري له دې امله وستایه، چې په ازبکستان هېواد کې یې د نړۍ په کچه د سوک وهنې سیالیو د غوره لوبڅار لقب ګټلی وو.
په هغه مراسمو کې، چې له همدې امله جوړ شوي وو د افغانستان د المپیک ملي کمېټې عمومي رئيس مولوي عبدالودود حقاني تمیم احمد اختري ته د سوک وهنې سیالیو د غوره لوبڅار لقب ورکول د هېواد په ځانګړي ډول د سپورټ په ډګر کې ستره لاسته راوړنه او ویاړ وباله.
په ورته وخت کې د المپیک ملي کمېټې اجرائيه رئيس داد محمد پاینده په یادو مراسمو کې وویل چې د ښاغلي اختري له لوري د یاد لقب ګټل نړۍ ته دا پیغام ورکوي، چې افغانستان له ټولو ستونزو سره سره ورزش ودې ته ژمن دی.
افغانمل