
کابل، د وږي ۲۳مه، باختر
د تورخم کمیسارۍ مسوولین وایي، چې د تورخم دروازه به سبا ته د پاکستان هېواد له لوري خلاصه شي.
د تورخم کمیسار مولوي عصمت الله یعقوب باختر آژانس ته وویل، چې سبا اته بجې به تورخم دروازه د مسافرو او ټرانزيټ پر مخ د پاکستان له لوري پرانیستل شي.
هېره دې نه وي، چې یاده لار تېرو اتو ورځو راهسې د پاکستان هېواد له لوري د مسافرو او ټرانزيټ پر مخ تړل شوې ده.