
کابل، د لېندۍ ۱۳مه، باختر
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، چې تورخم کې د باروړونکې لارۍ اوښتو له امله ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاري نورمحمد حنیف باختر آژانس ته د پېښې پخلی کړی اوزیاته کړې يې ده چې په صفري نقطه کې باروړونکې لارۍ د موټر چلوونکي له کنترول وتلې، چې په کې یو تن مړ شوی او ۵ نور ټپیان شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د ټپیانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.
لمر