خبرونهامنیت

تورخم کې څه باندې ۲ زره کيلو ګرامه قېمتي او نیمه قېمتي ډبرې ونیول شوې

 کابل، د کب ۲۸مه، باختر

د تورخم د ګمرک ریاست مسوولین وايي، چې تورخم ښارګوټي کې د ننګرهار ګمرک صادراتو څانګې کارکوونکو له لوري ۲ زره ۲۳۲ کیلوګرامه قېمتي او نیمه قېمتي ډبرې نیولې دي.

د یاد ګمرک مسوولینو باختر آژانس ته وویل، چې تورخم ښارګوټي کې د ننګرهار ګمرک صادراتو څانګې کارکوونکو له لوري ۳۲ کيلو ګرامه قېمتي او ۲ زره ۲۰۰ کيلو ګرامه نيمه قېمتي ډبرې، چې په خاور ډوله موټر کې په ډېر مهارت ځای پرځای شوې وې نیولي دي.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم په دغه ګمرک کې زرګونه کیلوګرامه قېمتي او نیمه قېمتي ډبرې نیول شوې وې.

لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا