قلات باختر د تلې ۲۴ مه
د زابل ولایت د شینکۍ ولسوالۍ اوسیدونکو دیوې پراخې غونډې په ترڅ کې د سولې له بهیر څخه خپل ملاتړ اعلام کړ او په جنګ کې له ښکیلو خواوڅخه یې وغوښتل چې جنګ ته د پای ټکی کېږدي.
د باختر اژانس د سیمه ېيز خبریال د خبر له مخې:
په دې غونډه کې د افغان حکومت هڅې او پرمختګونه وستايل شول او د سولې په ملاتړ په جنک له ښکيلو غاړو وغوښتل شول چې نور له ورور وژنې لاس واخلي او د سولې لاره غوره کړي.
د يادونې وړ ده چې د سيوري او شينکۍ ولسونو څو مياشتې وړاندې هم له سيوري څخه تر مرکز قلات پورې پلې لاړل او د یوه سوله ېیز لاریون په ترڅ کې یې په جنګ کې له ښکيلو غاړو د تلپاتې سولې او اوربند غوښتنه وکړه.پای/وصال