روغتیا

په افغانستان کې دکرونا ويروس لومړۍ مثبته پېښه تثبيته شوه

کابل /دکب  ٥مه / باختر
دعامې روغتيا وزير  ډاکتر فيروز الدين فيروز نن په يوه خبري غونډه کې په هرات کې دکرونا  ويروس دلومړۍ  مثبتې پېښې خبرورکړ .
دا دکرونا ويروس لومړۍ پيښه ده چې په افغانستان کې ثبت شوه .
دعامې روغتيا وزير په هرات کې د دغه ويروس له خپريدوڅخه اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل:دا دهغو دريو مشکوکو يېښو دکتنو بيلګې  چې له هرات څخه دتشخيص لپاره دکابل مرکزي لابراتوارونو ته رالېږلې شوې وې له بده  مرغه له هغو څخه يوه پېښه مثبته تشخيص شوه )
دعامې روغتيا وزير دهېواد نورو ښارونو ته د دغه ويروس  دمخنيوي لپاره، په هرات کې بيړنى حالت اعلام کړ او له خلکو څخه يې وغوښتل چې تر بلې خبرتيا پورې دې دغه ولايت ته له تګ راتګ څخه ډډه وکړي .
  داکتر فيروز د دغه ويروس  دپراختيا دمخنيوي لپاره دعامې روغتيا وزارت دجدي تدبيرونو خبرورکړ او ويې ويل: دعامې روغتيا وزارت په ټولو ولايتونو په تېره بيا په لويديځو ولايتونوکې د دغه ويروس  دخپريدو دمخنيوي او کنترول لپاره  جدي تدبيرونه نيولي دي .
سکريننګ ټيمونه ، دتجريد او قرنطين  لپاره دځانګړو بسترو رامنځته کول، دروغتيايي کارکوونکو دپوهاوي ورکونې  او روزنيز  پروګرامونه او دروغتيايي مرکزونو جوړول مخکې له مخکې  پياوړي شوي دي .
  دعامې روغتيا وزير ددغه ويروس  دمخنيوي لپاره دپوهاوي ورکونې رول مهم وباله او له ټولو رسنيو، ديني عالمانو ، مدني ټولنو اوخلکو څخه يې وغوښتل چې دپوهاوي ورکونې او پيغام رسولو په لاره کې  دعامې روغتيا له وزارت سره همکاري وکړي .
دغه راز هغه  له خلکو څخه وغوښتل چې له لاس ورکولو، روغبړ، د واده اوفاتحې اخېستلو په غونډو، د لامبو په ډنډونو ، وزرشي ځايونو او مجموعاتو کې له ګډون  څخه ډډه وکړي .
له بلې خوا هم دعامې روغتيا  وزير ټينګاروکړ  هغه کسان چې په وروستۍ  يوه مياشت کې يې دايران هېواد په تېره بيا دقم ښار ته سفر کړى دى که چيرې په طبي،  ټوخي اوسالنډي  اخته شوي وي  ډير ژر دې يوه روغتيايي  مرکز ته ورشي اويا دې له  ١٦٦شمېرې سره اړيکه ونيسي چې روغتيايي ټيمونه دهغوى مرستې ته ورودانګي .
  ختم_ عطاالله_اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته