خبرونهټولنه

تېره اوونۍ په هلمند کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل، تلې ۹ مه، باختر

د هلمند د ترافیکیو مسوولین وایي، چې تېره اونۍ د لښکرګاه په ګډون ګرشک، نادعلي، کجکي، ناوه، سنګین، نهرسراج او واشېر ولسوالیو کې د ترافیکې پښېو له امله ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د باختر آژانس سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛  د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ۱۳ ترافیکي پېښو له امله څلور تنه مړه او ۱۲ نور ټپيان شوي دي.

په هلمند کې د دغو پېښو لامل د موټر او موټرسایکل چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.

درد

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا