سیاست

د ارغستان د ولسوالۍ ودانۍ د آلمان په مرسته جوړه شوه

کابل – کابل د زمري دمياشتې ٥
د بدخشان ولايت د ارغستان ولسوالۍ د ودانۍ د جوړولو کار د آلمان په مرسته بشپړ او نن ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.
د بدخشان ولايت په استازيتوب عبدالرشيد ابراهيمي وويل چې دغه ودانۍ په دوو پوړونو کې د آلمان په مرسته د ٣٣ مليونو افغانيو په لګښت جوړه شوې ده چې د کنفرانس سالون، پخلنځي، پنځلس کاري خونې او نورې اسانتياوې لري.
د ارغستان ولسوال رستم خان هم وويل: د دغې ودانۍ د جوړولو هدف خلکو ته د اغيزمنو دولتي خدمتونو ترسره کول دي چې د دوى ټولنيزې، فرهنګي او اقتصادي ستونزې حل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته