خبرونهامنیت

تېره اوونۍ په هلمند کې ۱۰ تنه د غلا په تور نیول شوي دي

 کابل، باختر ۹مه، باختر

د هلمند امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې تېره اوونۍ ۱۰ تنه د غلا په تور نیول شوي دي.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په تېره یوه اوونۍ کې د دغه ولایت مرکز (لښکرګاه) په ګډون په باباجي ولسوالۍ کې ۱۰ تنه د غلا په تور نیول شوي دي.

د نیول شویو کسانو دوسیې عدلي او قضایي ارګانونه ته سپارل شوې دي.

د یو بل خبر له مخې؛ د بغلان د خنجانو ولسوالۍ له دوشاخ ساحې او پلخمري ښار له اړوندو سيمو څخه په دريو جلا جلا عملياتو کې ۵ تنه د نشه يي توکو د قاچاقو په تور نیول شوي دي

درد

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا