امنیت

دحزب اسلامي او دطالبانو افرادو نښته وکړه .

کابل باختر د غبرګولي اتلسمه :
  په بغلان ولايت کې دوسله والو  طالبانو او دحزب اسلامي دافرادو ترمنځ دتيرې شپې په نښته کې له دواړو لورو څخه درې تنه ووژل شول او يوتن بل ټپي شو .
دمرکزي بغلان ولسوال ګوهر خان بابري دباختراژانس خبريال ته وويل: دعلي خان او حضرت مير په نومونو دوسله والو طالبانو دډلې ددوو تنو قوماندانانو په ګډون درې تنه دهغې سختې جګړې له امله چې دوسله والو طالبانو دډلې او دحزب اسلامي  دافرادو ترمنځ دصنعتي بغلان ددولسم سړک په ساحه کې ونښته  ووژل شول او يوتن بل يې ټپي شو .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې دغه جګړه ددغې ولسوالۍ له خلکو څخه دعشر او ذکات دراټولولو پرسر نښتې ده . 
ويل کيږي چې همدا اوس  ساحه دامنيتي ځواکونو ترکنترول لاندې ده اونورکسان يې تښتيدلي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته