(PS)خبرونه(PS)ټولنه

تېره ورځ له ایرانه څه باندې ۱۰۰۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

کابل، د وږي ۱۶مه، باختر

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت تېره ورځ له ایران څخه هېواد ته د ۱۰۱۶ افغان کډوالو د راستنېدو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه کسان د هرات ولايت د اسلام قلعې بندر له لارې راستانه شوي، چې په يادو راستنېدونکو کې کورنۍ او مجردان شامل دي، چې له ډلې يې ۵۵۸ تنه د مرستو په موخه د کډوالو  نړيوال سازمان ته ور پېژندل شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې دغه وزارت وړمه ورځ هم هېواد ته له ایران څخه د څه باندې ۲ زره افغان کډوالو د راستنېدو خبر ورکړی و.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا