(PS)خبرونه(PS)اقتصاد(PS)فرهنګ

تېرو دوو میاشتو کې نږدې ٣٠٠ بهرنيو سيلانيانو بامیانو ته سفر کړی دی

کابل، د غبرګولي لومړۍ نېټه، باختر
د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، چې د روان کال تېرو دوو میاشتو کې ٢٦٥ بهرنیو سیلانیانو د دغه ولایت له تاریخي او تفريحي سيمو لیدنه کړې ده.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی آمر محمد دین مفلح باختر آژانس ته وویل، چې په تېرو دوو میاشتو کې د فرانسې، ایټالیا، امریکا، تایوان، چین، هند، پاکستان، ایران، اسپانیا، آلمان، سویس، روسیې او انګلستان هېوادونو ٢٦٥ سیلانیانو د دغه ولایت له تاريخي او تفريحي سیمو څخه لیدنه کړې ده.
باید وویل شي، چې د اسلامي امارت په راتګ سره هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ شوی، چې ورسره هم مهاله د هېواد بېلابېلو سیمو ته پر کورنیو سيلانيانو په ورتګ سربېره د بهرنیو سیلانیانو شمېر کې هم زیاتوالی راغلی دی.
لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا