
کابل د وري ١٧مه، باختر
د بغلان د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولين وایي، چې تېر کال په دغه ولايت کې ٧٤ تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي دي.
د دغه ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر ملا محمد نبي کامران باختر آژانس ته وویل، چې دغه کسان تېر کال په ٥٩ بېلابېلو عملیاتو کې له سلګونو کیلو ګرامه نشه يي توکو سره په ښار او بېلابېلو ولسوالیو کې نیول شوي دي.
کامران زياته کړه، چې له دغو کسانو څخه نږدې ٣٠٤ کيلوګرامه چرس، تریاک، ښیښه، هيروئين او ټابلېټ کا ګولۍ ترلاسه شوي دي.
ورته مهال د بغلان یو شمېر اوسېدونکي د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت کړنې ستايي او د دغه ولایت له بزګرانو غواړي، چې په خپلو ځمکو کې د کوکنارو پر ځای حلاله دانه وکري.
د شمېرو له مخې، تېر کال د بغلان له بېلابېلو سيمو څخه ١٦٠٠ روږدي کسان راټول او درملنې زمینه ورته برابره شوې ده.
لمر