۱۰۰ ورځې

دسرپل ولايت دانتخاباتو دکميسيون په رييس ناوړه ناکام بريد وشو .

کابل باختر د وري  دريمه :
دسرپل ولايت دانتخاباتو دکميسيون رييس نن له يوې چاودنې څخه روغ رمټ پاتې شو .
دسرپل ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سخي داد حيدري دباختراژانس  خبريال ته وويل په چاوديدونکو توکو بار يو ريکشا دسرپل ولايت مرکز دپل کنګره باغ په سيمه کې ددغه ولايت دانتخاباتودخپلواک کميسيون درييس  عبدالرحمن فريد دسپرلۍ موټر  دتيريدو په وخت کې وچاوديد چې له نيکه مرغه په دې پيښه کې ده اويا نورو کسانو ته زيان نه دى اوښتى .
ويل کيږي  طالبانو په دې وروستيو کې دتروريستي بريدونو په ترسره کولو کې له ريکشا واسطو څخه کار اخلى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته