سیاست

سرتاج عزيز بايد د افغانستان دخلکو په پته يو څرگند او روښانه پيغام له ځانه سره ولري

کابل باختر  د چنګاښ ٣٠ :
په اسلام آبادکې مقاماتو ويلي دي چې ټاکل شوې ده د پاکستان د صدراعظم  د نړيوالو چارو سلاکار سرتاج عزيز نن کابل ته را ورسيږي.
دا دپاکستان دصدراعظم په توګه دنوازشريف له ټاکل کيدو  وروسته افغانستان ته د يوه جګپوړى پاکستاني مقام لومړى سفردى .
سياسي کارپوهان کابل ته د سرتاج عزيزسفر افغانستان ته د نورو پاکستاني مقاماتو له سفرسره متفاوت بولي.
ښاغلى عزيز به په کابل کې د استوګنې په وخت کې هلې ځلې وکړي چې دپاکستان په نسبت او د افغانستان د سولې په بهيرکې ددغه هيواد د هڅو په باب د جمهور رييس کرزي باور ترلاسه کړي.
پخوا د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس د يوې څرگندې اجنډا د نه شتون په دليل پاکستان ته دسفر په باب دنوازشريف بلنه ونه منله او دخبرو دنتيجو دتحقق په مقصد يې د يو عملي ميکانيزم په جوړولو باندې ټينګارکړى دى.
پاکستاني مقامات هلې ځلې کوي چې د ا ټکي تفهيم کړي چې هغوى له افغانستان سره دعملي همکارۍ غوښتنه کوي.
دپاکستان صدراعظم نوازشريف کابل ته د سرتاج عزيز له سفر مخکې پرون ددغه هيواد د بهرنيوچارو وزارت په مقام کې له ده سره وکتل.
نوازشريف دپاکستان دبهرنيو چارو په مقرکې خبريالانو ته وويل چې د پاکستان دحکومت د نړيوالو چاروسلاکار په يو څرگند پيغام سره چې په افغانستان کې د سراسري سولې او ثبات په تامينولوکې همکارۍ پکې شامله ده؛ کابل ته ځي .
دغه راز نوازشريف وويل چې هيواد يې د هغو ډلو چې د افغانستان په نا امنۍ کې لاس لري؛ ملاتړ نه کوي او پاکستان د يو واحد افغانستان غوښتوونکى دى.
سره له دې چې افغانان د نوازشريف ددغو څرگندونو هرکلي کوي؛ خو هغه د خبرو تکرار بولي.
د افغانستان خلک دپاکستان په عملي همکاريو باندې ټينګار کوي اوهيله لري هغه څه چې نوازشريف ويلي دي؛ سرتاج عزيز دافغانستان دخلکو په پته يو څرګند او روښانه  پيغام له ځان سره ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته