
کابل، د وري ۱۷مه، باختر
د بادغیس د اوبو رسونې آمریت مسوولین وايي، چې په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال د دغه آمریت په عوایدو کې ۶۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د دغه ولایت د اوبو رسونې آمر مولوي عبدالرحیم زاهد له باختر آژانس سره په خبرو کې وویل، چې په شبکو کې د تخنیکي او اوبو د نشتوالي ستونزو سره سره بیا هم تېر کال له ۲ زره ۹۳۶ مشتریانو څخه ۹ میلیونه، ۵۵۶ زره او ۷۳۵ افغاني عواید ترلاسه شوي، چې دغه شمېر په وړم کال کې ۳ میلیونه، ۷۲۹ زره او ۷۳۵ افغانۍ وو، چې د وړم کال په پرتله په کې تېر کال ۶۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
مولوي زاهد زیاته کړه، چې تر دې دمه ځینو پېرودونکو خپل قرضونه چې ۳۰ میلیونه افغانۍ کېږي نه دي ورکړي.
نوموړي وویل، چې قادس ولسوالۍ ته له مرکز څخه د ۴۰ کیلومتره په اوږدوالي د څښاک اوبو رسونې پروژې چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوي، چې پاتې چارې به یې روان کال کې بشپړې شي.
لمر