امنیت

په ننګرهار کې يوتن دخپلې کورنى په غړو دبريد په تور ونيول شو .

کابل /دغبرګولې ١٨مه /باختر:
په ننګرهار ولايت کې يوتن  دخپلې کورنى په څلورو غړو دبريد  او دټپي کولو په تور ونيول شو .
پوليس وايي  چې دغه سړى  عنايت الله نومېږي او په خپل جرم يې اعتراف کړى دى .
درارسېدلو خبرونوله مخې ، دغه سړى تېره شپه  په روداتو ولسوالۍ کې  دخپلې کورنى  له غړو سره له ناندرې وروسته  درې ميرمنې او يونارينه يې ديون په ګوزارونو سره  ټپيان کړل .
  دننګرهار  دپوليسو يو مقام باختراژانس ته وويل چې  کورنى تاوتريخوالى  ددغې پېښې  اصلي علت دى .
نيول شوى سړى په لومړنيو تحقيقاتو کې  په خپل جرم اعتراف کړى دى  خو ددغې پېښې  دانګېزې په باب يې  څه نه دي ويلي .
  ختم _ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته