(PS)خبرونه(PS)اقتصادTOP(PS)

تېر کال د حيرتانو له ګمرک نږدې ١٢ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي دي

کابل، د وري ١٧مه، باختر
د بلخ د ګمرک رياست مسوولين وایي، چې تېر کال د دغه ګمرک څخه نږدې ١٢ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي، چې د وړم کال په پرتله په کې ۴ میلیارده او ۴١٩ میلیونه افغانۍ زیاتوالی راغلی دی.
د بلخ د ګمرک رئیس مولوي صاحب سحر له باختر آژانس سره په خبرو کې وویل، چې په ۱۴۰۱ لمريز کال کې د سوداګریزو توکو د صادراتو او وارداتو له درکه ١١ میلیارده او ٨١٤ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شوي، چې دغه شمېر په ۱۴۰۰ لمريز کال کې ٧ میلیارده او ٣٩٥ میلیونه افغانۍ و، چې تېر کال په کې ۴ میلیارده او ۴١٩ میلیونه افغانۍ زیاتوالی راغلی دی.
سحر د ګمرکي عوايدو د زياتوالي لامل په بندرونو کې د اسلامي امارت د نويو تخفيفونو اغېز بولي او وايي، چې د ملي سوداګرو لپاره د لازمو آسانتياوو په موخه ګمرکونو کې د پام وړ تخفيف رامنځته شوی، چې دغه کار له یوې خوا د صادراتو او وارداتو د کچې د لوړېدو لامل شوی او له بلې خوا هېواد کې د لومړني خوراکي توکي هم زیات شوي دی.
د يادونې وړ ده، چې د حيرتان بندر د هېواد له سترو بندرونو څخه شمېرل کېږي، چې له دې لارې هر کال بې شمېره توکي د هېواد بازارونو ته داخلېږي او له دې لارې يو شمېر کورني توکي بېلابېلو هېوادونو ته صادرېږي.
لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا