امنیت

يو پاکستانى تروريست په غزني کې ووژل شو

غزني/ باختر د چنګاښ  اتمه :
يو پاکستانى تروريست پرون د غزني ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې ووژل شو .
  د غزني ولايت امنيه قوماندان جنرال امين الله امرخيل باختر آژانس ته وويل چې دغه پاکستاني تروريست هغه وخت ووژل شو چې په قره باغ ولسوالۍ کې يې يو ملکي وګړى ټپى کړى و .
امر خيل زياته کړه: دغه تروريست  څو ځلې  د خپلو بادارانو په لارښوونه په غزني ښار او د قره باغ په ولسوالۍ کې پوځي ځواکونه او ملکي وګړي په بې غږه وسلې سره شهيدان کړي وو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته