(PS)خبرونه(PS)اقتصاد

تېر کال د سمنګانو د احصائیې او معلوماتو ریاست نږدې ۱۷۹ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي

کابل، د وري ۱۰ مه، باختر

د سمنګانو د احصائیې او معلوماتو ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت د احصائیې او معلوماتو ریاست تېر کال نږدې ۱۷۹ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د دغه ولایت د احصائیې او معلوماتو رییس مولوي حبیب الرحمن وقاص د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې دغه ریاست په ۱۴۰۰مالي کال ۷۴ میلیونه ٣٦ زره ٨٠٠ افغانۍ عواید راټول کړي وو، چې دغه شمېره په ۱۴۰۱ مالي کال ټول عوايد ١٧٨میلیونه ۶۴۰ زره ٢٣ افغانۍ دي، چې د تېر کال په پرتله ۱۰۴ میلیونه ٢٧ زره ٢٢٣ افغانۍ زياتوالى ښيي.

د نوموړي په وينا، دغه عوايد د برېښنايي او کاغذي پېژندپاڼو، د زېږېدنې او د مړینې کارتونو  او د اصلاحي خدمتونو له وېش څخه ترلاسه شوي دي.

جهانیار

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا