امنیت

دنشه يي توکو يو قاچاق وړونکى دکابل دهوايي ډګر دسرحدي پوليسو له خوا ونيول شو.

کابل باختر دليندۍ دمياشتې ٢١ :
د کابل د نړيوال هوايي  ډګر سرحدي پوليسو نن يو تن د نشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيوه .
دکابل دنړيوال هوايي ډګر دسرحدي پوليسو قوماندان جنرال حق نواز حقيار دباخترآژانس خبريال ته وويل :  دقندهار ولايت  اوسيدونکى رحيم الدين په خپله ګيډه کې دڅه دپاسه يو کيلوګرام هيروئين په ځاى پرځاى کولو سره چې يوسلو درې ويشت کپسولونه يې ورڅخه  جوړ کړي وو،غوښتل چې هغه هندوستان ته وليږدوي چې د کابل دهوايي ډګر دسرحدي پوليسو له  خوا وپيژندل شو او ونيول شو.
جنرال حق نواز وويل   چې  دغه سړي  پخواهم څو ځلې په همدې ډول نشه يي توکي هندوستان ته ليږدولي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته