
کابل، د وري ٧مه، باختر
د کابل ښاروالۍ مسوولينو د ۱۴۰۱ کال لاسته راوړنې او ۱۴۰٢ کال پلانونه د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې له رسنيو سره شريک کړل.
د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني او د کابل ښاروالۍ استازي نعمت الله بارکزي له لوري د کابل ښاروالۍ د ۱۴۰۱ کال د مهمو لاسته راوړنو او د ۱۴۰۲ کال د پلانونو تشریح کولو په اړه د یوه رسنیز کنفرانس په ترڅ کې له رسنیو او ژورنالیستانو سره معلومات شریک شول.
په دغه کنفرانس کې د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني وویل، چې کابل ښاروالي توانېدلې، چې د ډېرو کمو امکاناتو او سرچینو په لرلو سره په تېر یوه کال کې ښاریانو ته منظم خدمتونه وړاندې کړي او یو پر بل پسې ډېر شمېر زیربنايي او ټولګټې پروژې د ښار په کچه پلې کړي.
نوموړي له ښاریانو هیله وکړه چې، د کابل ښاروالۍ د پلانونو په پلي کېدو کې ورسره مرسته وکړي، څو ډېر ژر کابل په یوه پرمختللي او ښایسته ښار بدل شي.
ورپسې د کابل ښاروالۍ استازي نعمت الله بارکزي په خپلو خبرو کې وویل، چې، په تېر ۱۴۰۱ کال کې د کابل ښاروالۍ له عوایدي سرچینو ۴ میلیارده او ٣٠٦ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي او د ښاري خدمتونو په برخه کې مصرف شوي دي.
بارکزي زیاته کړه، چې، د څه باندې ۳۰ کیلو مترو اصلي او فرعي سړکونو جوړول، د ۳۳۰ زره مټریک ټنه کثافاتو راټولول او لېږدول، د څه باندې دوه میلیونه ونو خړوبول، د ۱۴۰ پارکونو ساتنه، د ۶۰۰ زره نیالګیو کېنول، له ۱۰۰۰ لوړ پوړیزو ودانیو د لوګي تصفیې فلټر د څرنګوالي په اړه څارنه او له ودانیزو سرغړونو څخه مخنیوی د ۱۴۰۱ کال له مهمو لاسته راوړنو یادولی شو.
په همدې توګه د ۱۰ جوماتونو جوړول، د ښکلا د تاريخي او فرهنګي سمبولونو جوړول، د څه باندې سلو ګذرونو لپاره د وکیلانو ټاکل او د شفافیت او ځواب ویلو په موخه له فعالیتونو د کلپونو او راپورونو خپرول نورې مهمې کړنې دي چې، په تېر کال کې ترسره شوې دي.
نوموړي د ۱۴۰۲ کال په پلان کې د څه باندې ۵ میلیارده افغانیو په ارزښت د ۱۵۰ نویو پروژو خبر هم ورکړ چې، له دې ډلې ۵۸ یې یوازې د اصلي او فرعي سړکونو جوړولو په برخه کې دي.
د هغه په وینا په روان کال کې به ډېری برخې تمویل او تجهیز شي، څو په دې توګه د خدمتونو په وړاندې کولو کې غوره بدلون راشي.
لمر