(PS)خبرونه(PS)امنیت

تېر کال هرات کې سلګونه کیلوګرامه نشه یي توکي نیول شوي دي

کابل، د وري ۲۰مه، باختر

د هرات د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولین وايي، چې تېر ۱۴۰۱ لمریز کال په دغه ولایت کې سلګونه کیلوګرامه نشه يي توکي کشف او نیول شوي دي.

د دغه ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پر وړاندې د مبارزې مدیر مولوي حیات الله روحاني له باختر آژانس سره په خبرو کې وویل، چې تېر کال په دغه ولایت کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې ۴۱ کیلوګرامه هیرویین، ۱۱۶ کیلوګرامه  ښیښه، ۱۳۴ کیلوګرامه تریاک، ۴۴۰ کیلوګرامه چرس، ۱۲.۲۲۸ لېټره الکولي مشروبات او ټابلېت کا ګولۍ نیول شوې دي.

روحاني زیاته کړه، چې تېر کال یې د ښار له بېلابېلو برخو څخه د روږدو کسانو د راټولولو کمپاین په ترڅ کې ۵ زره روږدي کسان د درملنې په موخه راټول او دغه راز پر زرګونه جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار هم له منځه وړل شوي دي.

نوموړي د نشه يي توکو په له منځه وړلو او مخنیوي کې له خلکو د همکارۍ غوښتنه  وکړه.

لمر

 

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا