
کابل، د وري ۳مه، باختر
د هرات ښاروالۍ مسوولین وايي، چې دغه ښاروالۍ په تېر ۱۴۰۱ کال کې د ۶۵۰ میلیونو افغانیو په لګښت ۵۴ لویې او ۱۸۰وړې پروژې بشپړې کړې دي.
هرات ښاروالۍ ویاند محمد ناصر آرمل باختر آژانس ته وویل، چې په تېر ۱۴۰۱ کال کې دغه ښاروالۍ ۵۴ لویې او ۱۸۰ وړې پروژې د ۶۵۰ میلیونو افغانیو په لګښت پلان کړې وې، چې په خپل وخت بشپړې شوې.
آرمل زیاته کړه، چې د هرات ښاروالۍ په ۱۴۰۲ کال کې څلور لويې پروژې پلان کړي، چې له مخې به یې د مستوفیت فرقې څلور لین سړکونه، د حوض کرباس دوه لین سړک، د تخت صفر سړک- د ګمرک او اسفالټ او د نمبریک سړک جوړول شامل دي.
لمر