امنیت

څوارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول اويوولس تنه نوريې ونيول شول

ملي پوليسو پرون دهيواد په ځينو ولايتونو کې په جلاجلا تصفيوي عملياتوکې څوارلس تنه وسله وال طالبان ووژل او يوولس تنه نوريي ونيول .

دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتردباختر ا طلاعاتي اژانس ته خبرورکړ  دغه عمليات دکونړ اوزابل دولايتونو  په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې څوارلس تنه  وسله وال طالبان ووژل شول او يوولس تنه نوريي ونيول  شول او نهه کلاشنيکو فونه ، څلور تومانچي ، نهه ميله ډول ډول وسلې ، شپږماينونه ، اته لاسي بمونه ، اويا کيلوګرامه چاوديدونکي توکي ، اته کيلوګرامه کيمياوي توکي او څوارلس موټرسايکلونه هم دپوليسو لاسته ورغلي دي .

دغه راز ملي پوليسو دوسايط  ضد شپږماينونه دوه شل کيلويي بوشکي  چاوديدونکي توکي او دبي ام يو  توغندي يو ماين  چې دوسله والو مخالفينو له خوا   دبغلان اوکندهار په ولايتونو کې دورانکارو اوتروريستي فعاليتونو په مقصد ځاى پرځاى شوى و ترلاسه اوشنډ کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته