امنیت

جان الن افغانستان ته ديو زرو اووه سوه تنو امريکايي عسکرو داستولو غوښتنه وکړه .

دامريکا  او دناتو مقامات وايي چې په افغانستان کې دناتو په مشرۍ  دنړيوالو ځواکونو عمومي قوماندان جان الن غوښتنه کړې ده  چې يو زرو اووه سوه تنه نور بهرني عسکر افغانستان ته واستول شي .

 دده دڅرګندونو له مخې، دغه سرتيري بايد  د ٢٠١٢ م کال له پيل څخه  افغان ځواکونو ته  چې له طالبانو سره په جګړه بوخت دي  سلا مشوره ورکړي .

  دازادي راډيو دخبري سايت له خولې دباختراطلاعاتي اژانس دخبر له مخې، افغانستان ته  دنويو سرتيرو داستولو غوښتنه داسې مانا لري چې واشنګتن او متحدين يې په داسې حال کې چې له افغانستان څخه وتلو ته چمتو کيږي غواړي خپلو افغاني سيالانو ته دمسووليتونو دسپارلو بهير ګړندي کړي .

 امريکايي مقامات  په دې بارو دي که چيري دافغان ځواکونو ښوونه او روزنه ګړندي شي امريکايي عسکر په راتلونکي کال کې  زياتره په خپلو قرارګاو کې  پاتې کيږي او په دې ډول به په افغانستان کې  ددوى دسردزيان شمير کم شي .

 دغه ګام به دافغانستان په باب  دامريکا جمهور رييس بارک اوباما او دده دسلاکارانو دپاليسۍ له څيړنې  وروسته واخستل شي .  ديو متقاعد امريکايي جنرال دڅرګندونو له مخې، همدا اوس په افغانستان کې امريکايي عسکر بايد خپل ماموريت بدل کړي او زياتره دافغان ځواکونو ښوونې او روزنې اوسلامشورو ته تمرکز وکړي او په دې کار کې بايد زيات وخت له لاسه ورنه کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته