سیاست

دافغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس حامدکرزي ديو فرمان په صادرولو سره دجګپوړو دولتي مقاماتو دمعاش دتنظيم قانون توشيح کړ.

کابلباختر داسد١٦
دافغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس حامدکرزي ديو فرمان په صادرولو سره دجګپوړو دولتي مقاماتو دمعاش دتنظيم قانون توشيح کړ.
لو مړۍ ماده :
دافغانستان د اساسي قانون د٦٤مادې د١٦ فقرې له حکم سره سم، دجګپوړو دولتي مقاماتو د معاش دتنظيم قانون چې د ملي شورا د دواړو مجلسونو دمختلط هيئت د١٣٩٢ کال د چنګاښ د مياشتې د٩٧ ګڼه پريکړې له مخې په څلورو فصلونو او١٣مادو کې تصويب شوى دى ، توشيح کوم .
دويمه ماده :
دغه فرمان د توشيح له نيټې څخه نافذ دى،له قانون او دملي شورا د دواړومجلسونو د مختلط هيئت له پريکړې سره يوځاى دې په رسمي جريده کې خپور شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته