امنیت

دوه ويشت تنه وسله وال طالبان په بادغيس کې ووژل شول

کابل باختردوږي دمياشتې٢٦نيټه : د بادغيس ولايت مسوولينو نن ددغه ولايت د قادس ولسوالۍ دبند سبزک او قرچقي په سيمو کې د٢٢ تنو وسله والو طالبانو د وژل کيدو خبر ورکړ. د بادغيس ولايت د امنيتي قوماندانۍ وياند نعمت الله اميني دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه وسله وال طالبان دقادس ولسوالۍ د قرچقي او بند سبزک په سيمو کې د پوليسو په پوستو د بريد په بهيرکې ووژل شول. ده وويل چې د وسله والو طالبانو بريدونه د پوليسو له سخت مقاومت سره مخامخ شول چې په نتيجه کې ٢٢ تنه وسله وال طالبان ووژل شول، ١٦ تنه ټيپان او پاتې نور يې وتښتيدل. د وسله والو طالبانو په دې بريد کې د پوليسو د ريزرفي قطعې قوماندان عبدالحکيم مودودي په ګډون ٥ تنه شهيدان او ٤ تنه نور ټپيان شول . پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته