کابل /دمرغومي ٢٧مه /باختر :
دطالبانو او داعش په ډلو پورې اړوند اووه ډار اچوونکي دهېواد په ختيځ کې ونيول شول .
دغه ډار اچوونکي له تېرې شپې څخه تر نن سهار پورې له پوځيانو سره په نښتو کې تسليمۍ ته اړ شول .
دهېواد په ختيځ کې يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دغو نښتو کې دطالبانو دډلې څلور غړي او درې داعشيان دپوځيانو له لوري ونيول شول .
له نيول شويو کسانو څخه اووه سپکې وسلې هم ترلاسه شوي دي .
نيول شويو کسانو په لومړنيو څېړنو کې دداعش او طالبانو په ډلو کې په غړيتوب او په لسګونو ډآر اچوونکو مرګانيو پېښو کې په ګډون اعتراف کړى دى .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ