فرهنګ

د افغانستان د ژورناليستانو شورا: د رسنيو د کارکوونکو د ځان ساتنې ته دې زياته پاملرنه وشي

کابل باخترلړم د مياشتې ٣٠  نيټه  :
د افغانستان د ژورناليستاتنو د شورا رئيس نن په يوه خبري غونډه کې د رسنيو په کارکوونکو ډار اچوونکو بريدونو ته په پاملرنې سره له حکومت څخه وغوښتل  چې د رسنيو د کارکوونکو د ځان ساتنې ته زياته پاملرنه وکړي.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
د دغې شورا رئيس حفيظ الله بارکزي په پيل کې په شمشاد ټلويزيون ډار اچوونکى بريد په کلکه وغانده او په وروستي ډار اچوونکې پيښې کې د راه فردا ټلويزيون د خبريال او کمره مين د شهادت يادونه يې وکړه او له حکومت څخه يې وغوښتل چې د خبريالانو او د رسنيو د امنيت تامينولو ته زياته پاملرنه وکړي.
ده دغه راز د خبريالانو د خونديتوب د کميټې عمل تر پوښتنې لاندې ونيوه او د نړيوالې ټولنې او په تېره بيا د ملګرو ملتو له سازمان څخه يې وغوښتل چې حکومت اړ کړي چې د دغه سازمان د کنوانسيون د پريکړې له مخې د رسنيو د کارکوونکو امنيت ته متوجه شي.
په دې کنفرانس کې د خوست، غور، لغمان او د پکتيا د ولايتونو د ژورناليستانو  د شورا رييسانو په دغو ولايتونوکې د ژورناليستانو د کارونو او ستونزو په باب خبرې وکړې.
پاى   ح ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته