امنیت

له کندزڅخه بې ځايه شوې کورنۍ سملاسي مرستو ته اړتيا لري

کابل – باختر د تلې دمياشتې يوولسمه
له کندز ولايت څخه څه ناڅه پنځه زره کورنۍ بې ځايه شوې دي. دغه کورنۍ د دغه ولايت په مرکز او ځينو ولسواليو د طالبانو له بريدونو وروسته ګاونډيو ولايتونو ته بې ځايه شوې دي او په بد حالت کې شپې سبا کوي.
يو شمېر دغو کورنيو رسنيو ته ويلي دي چې دوى د خپل ځان د ژغورنې په خاطر خپله ټوله شتمني پريښې ده او له خپلوکورونو څخه تښتيدلي دي او اوس لومړنيو مرستو ته زياته اړتيا لري او بايد دولت او مرستندويه موسسې په دې برخه کې له دوى سره مرسته وکړي.
د مهاجرينو د راستنولو د چارو وزارت وياند اسلام الدين جرات تاييد کړه چې څه د پاسه ٥ زره کورنۍ له کندزڅخه بې ځايه شوې او دغه وزارت ته د رسيدلو شمېرنو له مخې، له کندزڅخه ٤ زره کورنۍ په تخارکې، ٥٠٠ کورنۍ په بدخشان کې، ٥٠ کورنۍ پنجشيرکې او٤٥٠ کورنۍ په بغلان کې بې ځايه شوې دي.
جرات يادونه وکړه چې ولايتي کميټې او د تخار او بدخشان د ولايتونو د مهاجرينو د راستنولو د چارو رياستونه موظف کړې شوې دي چې د بې ځايه شويو کورنيو د دقيق شمېر د ترلاسه کولو په خاطر سروې ترسره کړې او تېره پنجشنې د بې ځايه شويوکسانو د څيړنې ملي کميټه د ملي او نړيوالو مرستندويو مرکزونو په ترکيب جوړه شوې ده؛ د مهاجرينو د راستنولو د چارو په وزارت کې غونډه وکړه او د کندز له بې ځايه شويو کورنيو سره يې د مرستې لپاره خپل تيارى څرګندکړ.
جرات وويل: سربېره پر دې د دغه وزارت په غوښتنه له پيښو سره د مبارزې کميټې فوق العاده غونډه وکړه او د دغو بې ځايه شويو د اعاشې او اباتې لپاره ١٠ مليونه افغاني ځانګړې شوې.
د مهاجرينو د راستنولو د چارو وزارت وياند څرګنده کړه چې د کندز بې ځايه شوي کسان اوس په دولتي کورونو او تاسيساتوکې ځاى پرځاى شوي او د بې ځايه شويو کسانو د دقيق شمېر په تثبيتولو سره په دوى د مرستو ويشل پيليږي .
په همدې حال کې په را رسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې زياتره بې ځايه شوې کورنۍ په بدو حالاتو او د خوړو او نورو لومړنيو اړتياوو پرته شپې سبا کوي او دې ته اړتيا ده چې د چارو مسوولين دې په ډير لنډ ممکن وخت کې د هغوى مرستو ته ور ودانګي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته