ټولنه

د قندهارخلک د روژې په مبارکه مياشت کې د بيو له لوړولو شکايت لري

کابل باختر د چنګاښ دويمه :
د قندهار ولايت يوشمېر زيات اوسيدونکي وايي چې د د روژې له مبارکې  مياشتي څخه راپديخوا د خوراکي  توکو بيه د لوړيدو په حال کې ده چې په دې وروستيوکې په دغه ولايت کې د بېکارۍ کچه زياته شوې او د خلکو په اقتصادي حالت يې منفي اغيزه کړې ده.
دوى له اړوندو مقاماتو څخه غواړي چې قيمتونه کنترول کړي او په مقابل کې هغه سوداګر چې احتکار کوي او يا د روژې په مبارکه مياشت کې قيمتونه لوړوي جدي اقدام وکړي.
د قندهار ښار د دريمې ناحيې اوسيدونکي نياز محمد د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په ټولو اسلامي هېوادونوکې د خوراکي توکو قيمت ښکته کيږي، خو په افغانستا ن کې برعکس دوه برابره کيږي.
ده زياته کړه چې د قندهار ولايت يوشمېر زيات اوسيدونکي د قيمتونو د لوړولو له امله انديښمن دي. برسيره پر دې په دې وروستيوکې په قندهار ولايت کې د بېکارۍ کچه لوړه شوې ده.
د ده د څرګندونوله مخې: په قندهارکې څه موده مخکې يوه بورۍ اوړه په ٢٢٠٠ کلداره وه، خو اوس٢٤٨٠ کلدارې ته رسيدلې ده. دغه راز يوه بورۍ بوره ٣١٠٠ کلداره وه، خو اوس ٣٧٠٠ کلدارو ته لوړه شوې ده او نور خوراکي  توکي هم لوړ شوي دي.
ده له سوداګرو څخه وغوښتل چې د روژې په مبارکه مياشت کې قيمتونه لوړ او احتکار و نه کړي، ځکه دا کار په بازارکې د قيمتونو د لوړيدو سبب کيږي.
له بلې خوا د قندهار ولايت د شوراغړي هم وايي چې د موادو قيمت د روژې د مبارکې مياشتې په راتلو لوړ شوى او د قندهار له ښاروالۍ څخه غواړي  چې د موادو د کنترولولو لپاره دې لاس په کار شي.
په همدې حال کې هغه سوداګر چې له ګاونډيو هېوادونو څخه خوراکي توکي واردوي؛ وايي چې د افغانيو په وړاندې د ډالرو او پاکستانۍ کلدارو راښکته کيدل او لوړيدل د خوراکي او غير خوراکي  توکو د قيمتونو د لوړيدو سبب شوي او اغيز لري. خو خلک د دغو سوداګرو خبرې نه مني او غواړي چې د خوراکي توکو بيې دې د روژې  په مبارکه مياشت کې د ديني او انساني احساس له مخې لوړ نه کړي او د بې وزلو وګړو حالت دې په پام کې ونيسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته