
کابل، د لېندۍ۱۵مه، باختر
په کابل کې د جاپان سفارت له افغانستان سره د څه د پاسه ۱۰۰ ميليونه ډالرو د مرستې خبر ورکړی دی.
ياد سفارت په خپله ټويټر پاڼه ليکلي: (خوښ یو چې اعلان کوو جاپان د افغانستان سره د ۱۰۶.۷ میلیون ډالرو مرستې پرېکړه کړې ده، ترڅو د بشردوستانه پروژو د پلی کولو او د لومړنیو بشري اړتیاوو پوره کولو امکان برابر کړی. موږ د زړه له کومی هیله لرو چې دا پروژې به د افغانانو د خوشحالۍ په راوستلو کې مرسته وکړي.)
سرچينې زياته کړې، چې دا پروژې به د ملګرو ملتونو د ادارو، نړیوالو سازمانونو او غیردولتي موسسو لخوا د ژوند د ښه کولو په موخه پلي کېږي.
په افغانستان کې د جاپان سفارت همدارنګه ويلي، چې د ۱۰۶.۷ میلیون ډالرو مرستې سره به د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راهیسې له افغانستان سره د جاپان مرستی په مجموعي توګه ۳۳۵ میلیونه ډالرو ته ورسېږی.
افغانمل