امنیت

دبې پيلوټه الوتکې په بريد کې د حقاني دډلې دويم شخص ووژل شو

ميرامشاه نړيوالې خبري منابع  باختر دليندۍ دمياشتې  ١ :
دپاکستان استخباراتي مقامات   او پوليس وايي چې دبې پيلوټه امريکايي الوتکې په بريد چې پرون دهنگو په قبايلي سيمې وشو، د حقاني دشبکې  ددوو  تنو غړو په ګډون اته تنه ووژل شول .
ځينې امريکايي رسنۍ وايي  چې دطالبانو پنځه تنه لوړ رتبه قوماندانان په وژل شويو کسانو کې دي  چې له دې جملې څخه دسراج الدين حقاني لوړ رتبه سلاکار  مولوي  احمد جان هم شامل دى.
رسنيو احمدجان دحقاني دډلې  دويم کس بللى دى.
دسيمه ييزو پوليسو يو مامور فريد خان ويلي دي  چې يوې بې پيلوټې الوتکې  پرون درې  توغندي په يوې مدرسې وتوغول .
دخبرونو له مخې ، دغه مدرسه چې په ټل ښارګوټي  کې موقعيت لري  دحقاني په شبکې پورې اړه لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته