سیاست

جمهورريیس غني دمالیې وزارت نوماند او سرپرست وزیر په رسمي توګه معرفي کړ

کابل / د وري ۱۵ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني پرون له غرمې مخکې عبدالهادي ارغنديوال د مالیې وزارت د نوماند او سرپرست وزیر په توګه، معرفي کړ.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛ د دې غونډې په پیل کې د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست سرپرست انجنیر الهام عمر هوتکي د مالیې وزارت نوماند او سرپرست وزیر په توګه د عبدالهادي ارغنديوال د مقررېدو په اړه، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهورريیس حکمونه ولوستل.
د مالیې وزارت سرپرست عبدالهاي ارغنديوال وویل: د جمهورريیس د باور مننه چې په دې حساسو شېبو کې یې مهم مسوولیت راته وسپاره.
هغه زیاته کړه: د مالیې وزارت تر ټولو زیات تمرکز به پر فساد ضد مبارزې، اصلاحاتو، شفافیت، خصوصي سکتور سره په همکارۍ او همغږۍ او د بین المللي مرستو په راجلبولو وي.
وروسته د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح د مالیې وزارت سرپرست ته د نوي مسوولیت مبارکي وویله او زیاته یې کړه: «تاسې په داسې وخت کې د یوه مهم وزارت په راس کې راځئ چې موږ په ریاضتي اقتصاد اتکا کړې او د ریاضتي بودجې په منطق مخته ځو. ستاسې رهبري او له دې وضعیت څخه تېرېدل نهایت مهم دي.»
د هېواد جمهورريیس د دغه مسوولیت د منلو په خاطر له عبدالهادي ارغندیوال څخه د مننې پر مهال وویل: غواړم داسې څېرې کابینې ته معرفي کړم چې ولسي ریښې، سیاسي وزن، تعهد او سیاسي مدیریت ولري.
جمهورريیس غني د مالیې وزارت د مخکېني سرپرست ډاکټر محمدهمایون قیومي څخه د هغه د بنیادي هڅو او طرحو په خاطر مننه وکړه او دغه راز یې د ۱۳۹۸ کال موخو د بشپړولو په خاطر د دغه وزارت د رهبرۍ قدرداني وکړه.
د هېواد جمهورريیس له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د حکومت هڅو ته په اشارې وویل: افغانستان له کرونا ویروس سره د مبارزې رهبري او مدیریتي رول لري او ملي او بین المللي بنسټونه اماده دي چې له افغان دولت سره همکاري وکړي. هغه زیاته کړه: «موږ په ځانګړو شرایطو کې قرار لرو او باید په لنډمهاله، منځ مهاله او اوږد مهاله موده کې د کرونا ویروس خپرېدو تاثیرات او پایلې مدیریت شي.»
جمهورريیس غني په ټینګار وویل: زیانمن شویو اقشارو ته رسیدګي په ځانګړي ډول په اوسني وخت کې دغه قشر ته رسېدنه د برنامو مهمه برخه ده او دغه کار له خصوصي سکتور سره د همغږۍ له لارې دې قشر ته د کار پر ایجادولو کېږي.
هغه سیمه ییزو تعاملاتو ته اشاره وکړه ويې ویل: باید د افغانستان ترانزیټ او سوداګرۍ ته ځانګړې پاملرنه وشي.
د هېواد جمهوررييس د خپلو خبرو په پای کې وویل: «زه باور لرم چې د طبیعي او بشري سرچینو او همدا راز د واحدې رهبرۍ په لرلو سره پر ټولو ستونزو بریالي کېږو.»#
پاى/ ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته