
کابل / د چنګاښ ۲۲ مه / باختر
جمهورريیس محمد اشرف غني بلخ ولایت ته د سفر پر مهال نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي حزب د شوراګانو یووالي ريیس جمعه خان همدرد سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې د بلخ ولایت په مقر کې وشوه، د هیواد پر روان وضعیت، د ملي اجماع پر اړتیا او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په اړه بحث او خبرې وکړې.#