امنیت

پنځه څلويښت تنه تروريست طالبان دهلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې ووژل شول .

کابل باختر دليندي  دويمه :
دهلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې  دافغان پوځيانو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې  پنځه څلويښت تنه وسله وال  طالبان ووژل شول .
  دملي دفاع وزارت  مطبوعاتي دفتر  باختراژانس ته  ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي چې  دافغان امنيتي  ځواکونو دهغو ګډو چاڼيزو عملياتو په بهير کې  چې دوسله والو  مخالفينو  دځپلو په مقصد  دهلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې  ترسره شول پنځه څلويښت تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
  په دغو عملياتو کې يوشمير وسله وال مخالفين ټپيان شوي او درندو وسلو يوه اندازه  مهمات اوسپک جنګي وسايل هم په عملياتو کې  دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې مخالفينو  ته دسر دروند زيان اوښتى دى او په عملياتو کې شاملو پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى .
  دغه عمليات  په داسې حال کې ترسره کيږي  چې دوه ورځې مخکې د کورنيو چارو وزير او دملي دفاع وزارت  سرپرست  هلمند ولايت ته په يوه سفر کې ددغه ولايت  خلکو ته ډاډ ورکړى و چې په ډير لنډ ممکن وخت کې به ددغه ولايت په امنيت کې دبدلونونو شاهدان وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته